هشت صبح: د حکومت وروستۍ ګمارنې د پوښتنې وړ دي

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ سیاسي اختلافاتو او نویو ګمارنو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی "د حکومت وروستۍ ګمارنې د پوښتنې وړ دي."

وړاندې راغلي، په داسې حال کې چې سیاسي اختلافات لا نه‌دي حل شوي وروستۍ ګمارنې عقلاني نه‌دي او په باور یې اړتیا وه چې لومړی سیاسي اختلافات حل شي.

ورځپاڼې لیکلي، وروستیو ګمارنو ګڼې ستونزې راپیدا کړې دي.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې ایا د مالي چارو مسؤلیت داسې چا ته سپارل چې د جنرالۍ رتبه لري منطقي ده؟ او بیا داسې کس چې د یو سازمان په مالي برخه کې زده‌کړې هم ونه‌لري.

وړاندې راغلي، د یو سازمان مالي چارو مسؤلیت سیاسي دنده نه‌ده چې یو متقاعد پوځي او یا یو سیاست‌مدار ته وسپارل شي.

همدارنګه ورځپاڼې د کابل ښاروالۍ په نوې ګمارنې هم انتقاد کړی او لیکي د کابل ښاروالۍ مسؤلیت هم داسې چا ته سپارل شوی چې د ښاروالۍ په مدیریت کې هېڅ ډول تخصص نه‌لری.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د اساسي قانون پر بنسټ د ښاروالۍ څوکۍ باید انتخابي وي او وړ کس باید ورته وټاکل شي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي، د جمهوري ریاست انتخابات چې تمه وه د ملي وحدت حکومت موده پای ته ورسوي او د نوي حکومت برخلیک وټاکي څو د سولې خبرې نتیجه ورکړي، خو اوس نوي بحران ته لار هواره کړې ده.

وړاندې راغلي، د دواړو ټیمونو ترمنځ منځګړیتوب هم تر اوسه کومه نتېجه نه‌ده ورکړې او د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مداخله چې د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو د ستونزو د حل سبب شوې وه، دا ځل امریکا هم د دوو ټیمونو ترمنځ د اختلافاتو په حلولو کې پاتې راغلی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دغو سیاسي اختلافاتو د حکومت په کارونو د خلکو باور له‌منځه وړی او خلک دې ته سترګې په لار دي چې کله به دا ستونزې هوارې شي.

سرمقاله لیکونکي، لیکلي اوس چې لا اختلافات نه‌دي حل شوي او غني وزیران ټاکي دا به ستونزه لا پراخه کړي، خو په وینا یې ښه دا ده چې سره کېني له تېرو تجربو ګټه واخلي او د ستونزو اساسي حل پیدا کړي، منطقي او د هېواد برخلیک لپاره غوره تصمیم ونیسي کنه هېواد به له بحران سره مخ کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، اشرف غني په صراحت د دوه سره حكومت له جوړولو ډډه كړې، ظاهراً ولسمشر د اساسي قانون له مخې اصولي دريځ لري او د امريكا په شمول‌يې د بهرنيانو پټې نقشې ورشنډې كړې.

خو د سرمقاله لیکونکي په وینا د پروني ملي وحدت حكومت د شريكانو اوسني دريځونه هم د پردې تر شا د پردۍ سناريو برخه ښكاري.

سرمقاله لیکونکی لیکي اختلافات نه‌دي حل شوي او په وینا یې د دغو ستونزو د حل يوازنۍ لاره د افغاني ارزښتونو په رڼا كې د ولس لومړيتوبونو ته لومړيتوب وركول دي.

سرمقاله لیکي، كه د هېواد اوسنۍ وضعې ته ګورو ډېر ژور فكر ته اړتيا نه‌شته، ټول په دې پوهېږي چې د ولس لومړيتوب د پردۍ جګړې پای ته رسول دي، سياسي لانجو ته دوام وركول، پر واك او ځواك دومره تمركز چې د ولس اصلي ارمانونه په‌كې هېر شي ټول هغه څه دي چې سياسي بې‌ثباتۍ او د ولس او واكمنو كړيو ترمنځ د بې‌باورۍ فضا نوره هم ترينګلې كوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، حالاتو ته په پام په زغرده ويلى شو چې د دغه حالت اصلي طراحان بهرنيان او د هغوى لاسپوڅي دي.