په افغانستان کې د کرونا ویروس د معاینې مرکزونه جوړېږي

ارشیف، کابل کې د کرونا ویروس د تشخیص یو مرکز

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان له حکومت سره مرسته کوي چې په ولایتونو کې د کرونا ویروس د معاینې "ټسټ" مرکزونه جوړ کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې 'اوچا' پرون د اپرېل په ۴مه، ویلي چې د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته په جلال‌اباد او مزار شریف کې دوه مرکزه جوړ شوي او دوه نور به په کندهار او پکتیا کې فعال شي.

د اوچا په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت غواړي چې د داسې مرکزونو شمېر ۱۵ ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په حواله ویلي چې د شنبې د ورځې تر پایه په ۲۲ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۲۹۹ مثبتې پېښې تأیید شوې چې یوازې ۸۸ کسانو بهر ته د سفر سابقه نه‌درلوده.

په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله تر پرون ماښامه د ۷ تنو مړینه تأیید شوې وه.