د امریکا تفتیش عالي اداره: په خپلواکۍ د حکومتي ادارو فعالیتونه څارو

 مایکل هورویتز

په امریکا کې د تفتیش عالي فدرالي اداره وايي چې په شدت او په پوره خپلواکۍ به د حکومتي ادارو د فعالیت څارنې ته دوام ورکړي.

د خپلواکۍ او کفایت د څارنې د عالي شورا په نوم د خپلواکې ادارې مشر مایکل هورویتز پرون د اپرېل په ۴مه دا بیان خپور کړ.

هورویتز له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې د امریکا د عدلیې وزارت د سرمفتش دنده ترسره کوي.

هغه ویلي چې اټکنسن د مسلکي، خپلواک او د قانون حاکمیت ته د متعهد وګړي په توګه پېژني او په خپلواکۍ د څارنې او تفیش په کار کې مخکې و.

تر دې یوه ورځ مخکې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټولو استخباراتي کړیو سرمفتش له دندې لیرې کړ.

ټرمپ د امریکا د سنا د استخباراتو کمېټې ته په لیک کې ویلي و چې د استخباراتي ادارو د مفتش مایکل اټکنسن پر کار باور نه‌لري ځکه‌یې له دې څوکۍ لیرې کوي.

اټکنسن هغه څوک و چې د اوکراین له ولسمشر سره د ولسمشر ټرمپ د ټیلیفوني مرکې په اړه افشا شوي معلومات‌یې اول وار د کانګرس له استازو مجلس سره شریک کړل او ویې‌ویل چې دا معلومات د اعتبار وړ ګڼي.