کابل ته د برښنا رسولو لپاره‌ موقت وارداتي برق وصل شوی

د ازبکستان برق

د افغانستان برښنا شرکت وایي چې کابل ښار ته د برښنا رسولو لپاره‌یې د ازبکستان د وارداتي برښنا یو شرکت په موقت ډول وصل کړی دی.

کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته د ازبکستان د وارداتي برښنا جریان د پنجشنبې په ماخوستن پرې شو.

برښنا شرکت ویلي چې د بغلان د چشمه شېر په سیمه کې د جګړې له امله د برښنا مزي پرې شوي وو.

د مزیو د ترمیم لپاره کار پیل شوی دی.

خو برښنا شرکت ویلي چې یوازې د شپې له‌خوا به څو ساعته د موقتي لین په مرسته د خلکو د اړتیا د پوره کولو لپاره کابل ته برق ورکوي.

د برښنا شرکت پر فېس‌بوک پاڼه پرون د اپرېل په ۴مه، لیکل شوي چې د ورځې له‌خوا به د اصلي جریان د برحاله کولو لپاره کار کېږي.

برښنا شرکت ویلي هڅه کوي چې ژر تر ژره دا ستونزه په اساسي ډول حل شي.