د ترکمنستان ولسمشر د کرونا ویروس په اړه خپله خاموشي پای ته ورسوله

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف د جمعې په ورځ د کابینې په غونډه کې لومړی ځل په علني توګه د کرونا ویروس ټکی یاد کړ.

ده وویل چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې د خپرېدو په حال کې دی او د ترکمنستان اقتصاد ته یې زیان اړولی دی.

ده امر وکړ چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید اقدامات وشي.

د شوري اتحاد دغه پخواني هېواد له ډيرې مودې راهیسي د کرونا ویروس په اړه څه نه دي ویلي او د دې ناروغۍ له کبله یې هيڅ ډول پېښې یا تلفات نه دي راپور کړي.

د بې پولې خبریالانو د معلوماتو له مخې د دې هېواد چارواکي د کرونا ویروس له ټکي یادولو ډډه کوي ځکه نه غواړي په دې اړه هیڅ ډول معلومات ورکړي.