بخښنې نړیوال سازمان: د روسیې د ډاکترانو ټولنې د رییسې نیول غندو

انستیسیا واسیلیوا

د بخښنې نړیوال سازمان د روسیې د ډاکټرانو ټولنې د رییسې انستیسیا واسیلیوا نیول کېدل غندلي دي.

دې سازمان پرون په یوه اعلامیه کې د روسیې د حکومت پر اقدام انتقاد وکړ.

واسیلیوا د کرونا ویروس د خپرېدو پر وړاندي د روسیې د حکومت پر غبرګون انتقاد کړی وو.

د دې په وینا، حکومت په دې ویروس د اخته کسانو شمېر کم اعلان کړی دی.

مېرمن واسیلیوا پرون د روسیې د ایالتي روغتونو د چمتووالي د ارزونې پر مهال ونیول شوه او تر لنډې محاکمې وروسته د ۱۶۰۰ روبل جریمې په بدل کې راخوشې شوه.

د روسیې د ډاکټرانو ټولنې په وینا ډاکټر واسیلیوا د پولیسو له لارښوونې او د هغوی له خوا له محدودیته په سرغړونه تورنه شوې.

د ورلډومیټر پاڼې د معلوماتو له مخې، په روسیه کې په کرونا ویروس د اخته شویو شمېر تر څلور زره او سلو کسانو زیات دی او همداراز څلوردېرش کسان مړه شوي دي.