روحاني: د امریکا بندیزونو له کرونا ویرس سره د ایران مبارزه زیانمنه کړې

حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د دې هیواد پر وړاندي د امریکا اقتصادي بندیزونو د کرونا ویروس پر ضد د ایران د مبارزې توان زیانمن کړی دی.

روحاني د خپل هېواد د کابینې په غونډه کې وویل، یووالی، ښه مدریت او د روغتیايي کارکوونکو حضور ټول د دې لامل شول چې دوی له ستونزو سره مخامخ نشي.

ده همداراز وویل: "د ایران مرکزي بانک به د روان کال تر پایه د بهرنیو اسعارو د توزیع په برخه کې هیڅ ستونزه ونلري."

د امریکا د بندیزونو له کبله د ایران د تيلو عواید کم شوي دي او د دې هيواد اقتصاد ته یې زیان رسولی دی.

د دې وضعیت په نتیجه کې د ایراني ریال ارزښت کم شوی دی.