د امریکا سفارت د کابل برېښنا د بیا جوړېدو غوښتنه وکړه

ارشیف

په کابل کې د امریکا سفارت وايي، جګړه باید ژر تر ژره ودرېږي چې د افغانستان برېښنا شرکت برق فعاله کړي او د کرونا ویروس پر وړاندې روغتيايي کارکوونکي خپل کار ته دوام ورکړي.

دوه شپې مخکې د پلخمري ښار په چشمه شېر سیمه کې تر وسله والې نښتې وروسته کابل ته د ازبکستان وارداتي برېښنا پرې شوه.

د افغانستان برېښنا شرکت ډاډ ورکړی وو چې د برق پرې شوي مزي به بېرته سم کړي خو برق تر اوسه نه دی فعاله شوی.

دغه شرکت ویلي وو چې طالبانو ورته له ازبکستانه کابل ته د برق بېرته وصلولو اجازه ورنکړه.

په کابل کې د امریکا سفارت د جمعې په ماښام پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي: "د تاسیساتو ویجاړول او د اساسي خدماتو پرې کول یوازي بې ګناه افغانانو ته زیان رسوي، دا ډول کړنې هيڅ پلمه او مشروعیت نه لري."

د دې شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډيو ته ویلي وو - هڅې روانې دي چې طالبان د دوی کارکوونکي د برق بیرته وصلولو ته پرېږدي.

طالبانو تر اوسه د برق پرې کېدو سره د دوی د تړاو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، اوسمهال په کابل کې د تاجکستان ۱۲۰ میګاواټه وارداتي برق، ۱۳۰ کورنی تولید او ۸۰ میګاواټه حرارتي برق کارېږي.