ننګرهار کې د کرونا ویروس دوهمه مثبته پېښه ثبت شوه

ارشيف

په ننګرهار کې د کرونا ویروس دوهمه مثبته پېښه ثبت شوه.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، نن جمعه په جلال اباد ښار کې یو کس چې نوم یې نه دی ښودل شوی او تازه له امریکا راګرځېدلی، تېره ورځ یې د ننګرهار سیمه ييز روغتون ته مراجعه کړې وه او له تشخیص وروسته معلومه شوه چې په کرونا ویروس اخته دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند عادل ظاهر ازادي راډيو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې ناروغ کس د خپلې ځيرکۍ له مخې د ځان ښه مراقبت کړی او له هېڅ چا سره یې تماس نه دی نیولی.

دی وایي، دا چې نوموړي له لومړۍ لحظې ځان په خپل کور کې قرنطین کړی و، له همدې وجې یې وضعیت ښه دی او د کورنۍ نور غړي یې هم ښه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایتي ادارې نن خبرداری ورکړی چې له جلال اباد ښار سره به سر له نن څخه د ټولو ولسوالیو د لویو لارو په ګډون د کابل، لغمان او کونړ لویې لارې بندې وي، تر څو ننګرهار او د دغه ولایت مرکز ته د کرونا ویروس د انتقال مخنیوی شوی وي.

د یادونې وړ ده چې تېره میلادي میاشت یو بل کس هم چې حضرت بلال نومېده او له لغمان څخه ننګرهار ته راغلی و، په کرونا ویروس اخته ښودل شوی و، چې اوس هم په لغمان کې تر طبي څارنې لاندې دی.

د چارواکو په خبره، حضرت بلال اوس ښه دی او له کرونا ویروسه خلاص شوی دی.