د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک

ارشیف

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ په وړاندې د مبارزې لپاره دا تازه پرېکړه لیک په داسې حال کې تصویب کړ، چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون اوښتی دی.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په دې ویروس په نړۍ کې د مړو شمېر تر ۵۳۰۰۰ کسانو زیات شوی دی.

دغه پرېکړه لیک په نړیوال روغتيايي او اقتصادي بحران کې د ملګرو ملتونو پر مرکزي رول ټینګار کوي او له سرمنشي انتونیو ګوتیریش غواړي چې د دې ویروس په وړاندې د نړيوال اقدام د متحرک او همږغي کولو هڅې رهبري کړي.

دغه پرېکړه لیک د سویس، اندونیزیا، سینګاپور، ناروې، لیختن شټاین او ګانه له خوا پېشنهاد شوی و، چې د رایو په اتفاق سره تصویب شو.

په یوه بل سیال پرېکړه لیک کې چې د روسیې له خوا پېشنهاد شوی و، د کرونا ویروس د چلنجونو په وړاندې د همکاري او د پیوستون پر اړتیا بحث شوی دی.

خو په دغه پرېکړه لیک کې د نړيوالو بندیزونو د عمومي لیرې کولو ضمني غوښتنه، د تجارتي جګړو او د داخلي تولیداتو د ملاتړ یا پروټکشنیزم د هڅو د ختمولو غوښتنه شوې ده.

خو یوازې څلورو هېوادونو د مرکزي افریقا جمهوریت، کیوبا، نیکاراګوا او وینزویلا د روسیې د پېشنهاد شوي پرېکړه لیک د متن ملاتړ وکړ.

خو اسوشېتېډ پرېس اژانس د ځینو ډیپلوماتانو وینا را اخیستې چې ویلي یې دي، اروپايي ټولنې، بریتانیا، د امریکا متحدو ایالتونو او اوکراین د روسیې پر پېشنهاد انتقاد وکړ.

د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف، عمومي اسمبلۍ غونډې نه کوي، بلکې د رایې ورکولو لپاره نوي اصول ټاکل شوي دي.

که یو هېواد هم انتقاد ولري، یو پرېکړه لیک ناکامه کېږي.

د عمومي اسمبلۍ له خوا تصویب شوي پرېکړه لیکونه لازم الاجرا نه دي، خو څومره چې یې ملاتړ کېږي، هغومره پیاوړی سیاسي اهمیت لرلای شي.