عامې روغتيا وزارت: د معتادينو د درملنې په مرکزونو کې د هغوی د کرونا درملنه هم کېږي

ارشیف

د عامې روغتيا وزارت د معتادينو د درملنې په مرکزونو کې د کرونا د درملنې لپاره ځانګړي څانګې جوړې کړي دي.

دا مهال د معتادينو د درملنې په سلو دولتي او نادولتي مرکزونو کې زرګونه معتادین تداوي کېږي. د عامې روغتيا وزارت د اټکل له مخې تر درې لکه ډېر نور معتادين په خپلو کورونو او يا له کورونو څخه دباندې نشې کوي، له همدې امله د عامې روغتيا وزارت د معتادينو لپاره د پناهځايونو تر څنګ په دې پناهځايونو کې د هغوی لپاره د کورونا د پېژندنې او درملنې اسانتياوي هم برابري کړي دي.

د عامې روغتيا وزارت د نشه يي موادو غوښتنې کمولو رئيس شاهپور يوسف وايي، د دې لپاره چې معتادين له کورونا ناروغۍ څخه وساتل شي، د درملنې دا مرکزونه د هغوی لپاره ښه خوندي ځايونه دي، ځکه په دې مرکزونو کې نه يوازې دا چې معتادين له کورونا څخه ساتل کېږي، بلکې د اعتياد درملنه یې هم کېږي.

هغه زیاته کړه: " موږ په مرکز او ولايتونو کې د کورونا په ناروغۍ اخته معتادينو لپاره په روغتونونو کې ځانګړي وارډونه يا څانګې جوړي کړي دي. دا څانګې د کابل د جنګلک په (۲۵۰) او زر بستريز روغتيايي مرکزونو کې هم جوړې شوي دي. که کوم معتاد د کورونا په ناروغۍ اخته وي، په دې مرکزونو کې يې درملنه کېږي، هم يې د کورونا او هم یې د اعتياد درملنه کېږي."

په هرات، فراه او نيمروز ولايتونو کې هغه معتادين اوسېږي چې اکثره يې په ايران کې په نشو باندې اخته شوي او په دې وروستو کې هغه معتادين هم له دوی سره يو ځای شوي چې تازه له ايران څخه په زور را اړول شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، معتادين د ناروغيو، په تېره بيا کورونا پر وړاندې کمزوري او په اسانۍ سره په دې ناروغۍ باندې اخته کېدای شي، ځکه چې هغوی په ډله ييز ډول نشه کوي، کېدای شي چې دا ناروغي په يوه وخت کې له يوه ناروغ څخه څو روغو خلکو ته ورشي.

ډاکټر واحدالله کوشان وايي چې، د معتادينو کورنۍ باید د کورونا په برخه کې خپل معتاد غړي وڅاري، له نورو معتادينو سره له ناستې ولاړې څخه يې راوګرځوي او په کور کې د هغوی لپاره يوه کوټه ځانګړې کړي.

نوموړی زیاتوي: " د کورنيو مسئوليت دا دی چې خپلو معتادينو ته ډېر پام وکړي، هغوی وهڅوي چې په ډله ييز ډول نشه و نه کړي، بلکې د هغوی لپاره جلا ځای وټاکي. بل دا چې د معتادينو لپاره ځانګړي پناهځايونه يا شلټرونه ډېر ښه ځايونه دي، بايد کورنۍ خپل معتادين دې پناهځايونه ته معرفي کړي، ځکه چې په دې پناهځايونو کې د څارنې او ساتنې ټولې اسانتياوي شته او د معتادينو لپاره جلا کوټې په پام کې نيول شوي دي، هغوی هره ورځ کتل کېږي، په هر روغتون کې د کورونا د ناروغانو لپاره کوټې جلا شوي دي."

د معتادينو د درملنې په مرکزونو کې د اعتياد د درملنې تر څنګ د رواني ناروغيو، تور ژيړي، ايډز او نورو هغو ناروغيو درملنه هم کېږي چې له اعتياد څخه پيدا کېږي.

--------------------------

گزارش: مرسلین ارسلا

Your browser doesn’t support HTML5

د زهرو کاروان راپور