افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۷۳ کسانو ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار

په افغانستان کې پرون په کرونا ویروس د ۲۹ نویو مثبتو مواردو راپور ورکړل شو چې له دې سره په دې ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېره ۲۷۳ ته لوړه شوه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار له آزادۍ سره په خبرو کې وویل، پرون د کرونا ویروس ۱۴ تازه موارد- ۹ په کابل، ۲ په پکتیا، یوه په کندهار، یوه په بغلان او یوه په دایکنډي کې تثبیت شوي.

له بلې خوا د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا د آزادۍ راډیو خبریال ته وویل چې په هرات کې په کرونا ویروس د اخته کېدو ۱۵ نور موارد یې تثبیت کړي دي.

تمنا وايي چې له دې نویو پېښو سره په هرات کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېره ۱۹۹ ته لوړه شوه.

له بلې خوا پرون په افغانستان کې د کوروناویروس له کبله د یو بل ناروغ د مړینې راپور هم ورکړل شو.

د دایکندي د عامې روغتیا رییس اسحاق علي درمان وايي، یوې ۶۵ کلنې مېرمنې چې پرون ناوخته یې ناروغي تثبیت شوه، تېره شپه په روغتون کې سا ورکړه.

د درمان په وینا دا مېرمن د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکې وه، له ایران څخه هېواد ته راستنه شوې وه او د بډوډو او نورې ناروغۍ یې درلودې.