ولسمشر غني له باجوه سره د سولې په روانو هڅو خبرې کړي

ولسمشر غني د ټېلېفوني تماس پرمهال

ارګ وايي چې ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره په ټېلېفوني خبرو کې له طالبانو سره د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې وکړې.

جمهوري ریاست په یو خبرپاڼه کې وايي چې د پاکستان لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه ولسمشر غني ته له طالبانو سره د خبرو لپاره د ټولو اړخونو په ګډون د یوه پلاوي د ټاکلو مبارکي وویله او د دې خبرو د پرمختګ هیله یې وکړه خو په خبرپاڼه کې په دې اړه د دوی د خبرو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د ښاغلي غني او جنرال باجوه په خبرو کې د کرونا ویروس پرضد د دواړو هېوادونو د ګډې مبارزې، سوداګرۍ او ترانزیت مسایل هم شامل وو.