ناټو له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره مرسته وغوښته

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون پنجشنبې د دې ټلوالې له جګپوړي پوځي افسر څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس پرضد مبارزه کې له دوی سره مرسته وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ویډیو کنفرانس له لارې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې وروسته دا اعلان وکړ.

د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د محدودیتونو په لړ کې د ناټو په اویا کلن تاریخ کې د لومړي ځل د دې ټلوالې غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې جوړېږي.

سټولټنبرګ وویل د غونډې ګډونوالو د امریکايي قواوو له جنرال ټاډ والټرز څخه چې اوس مهال د ناټو د هوايي ځواک د قرارګاه قوماندان دی وغوښتل چې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې هڅې تنظیم کړي.

هغه زیاته کړه: "موږ پرېکړه وکړه چې خپل لوړرتبه قوماندان جنرال والټرز ته دنده ورکړو څو د کرونا ویروس پرضد د مبارزې لپاره لازم پوځي ملاتړ چمتو او د مرستو د رسولو چارې تنظیم او چټکې کړي."

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې جنرال والټرز به د غړو هېوادونو او متحدانو له خوا په بېړنیو حالاتو کې اړو سیمو ته د هوا له لارې د روغتیايي تجهیزاتو رسول تنظیموي او همداراز د هوا له لارې د مرستو د رسولو په چارو کې به اسانتیا راولي.