د امریکايي خبریال په وژلو تورن سعید شېخ د اعدام حکم لغوه شو

احمد عمر سعيد شېخ

د پاکستان د سند ایالت محکمې نن د اپرېل په دوهمه د امریکايي خبریال دنيېل پرل د اختطاف او قتل په تور پر نیول شوي وګړي، احمد عمر سعید شېخ د اعدام حکم یوازې ۷ کلونو زندان ته راکم کړ.

احمد عمر سعيد شېخ په خټه پاکستانی، خو په بریتانیا کې زېږدلی دی.

هغه په لندن سکول اف ایکنومیکس کې زده‌کړې کړې دي.

د راپورونو پر اساس، احمد عمر سعید شېخ په بوسنیا کې د جګړې په وخت هلته تللی او بیا یې افغانستان ته هم سفر کړی و.

پر شېخ تور و چې په ۲۰۰۲ میلادی کال کې يې په کراچۍ ښار کې د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې خبريال، دنیېل پرل تښتولی او وروسته وژلی دی.

احمد عمر سعيد شېخ

خو د سند ایالتي محکمې نن حکم وکړ چې احمد عمر سعید شېخ يوازې د دنیېل پرل په تښتولو کې لاس درلود او له دې کبله‌یې په اوو کلونو بند محکوم کړ.

د سند محکمې همداراز درې تنه چې هغه هم د دنیېل پرل له تښتولو او قتل سره په تړاو نیول شوي وو، ازاد وبلل.

د تورنو کسانو وکيل خواجه نويد نن د محکمې د پرېکړې تر اعلان وروسته خبريالانو ته وويل چې د دنیېل پرل تر قتل ۲۰ کاله وروسته ثابته شوه چې ټول هغه کسان چې له دې پېښې سره په تړاو نیول شوي او مجرم پېژندل شوي وو، بې‌ګناه وو.

خواجه نوید وویل چې په محکمه کې د هغوی پر ضد هېڅ ثبوت وړاندې نه‌شو.

خواجه نوید

د پاکستان په قوانینو کې د اختطاف یا سړي تښتونې سزا اووه کاله بند دی.

د تورنو کسانو مدافع وکیل، خواجه نويد نن خبریالانو ته وویل چې احمد عمر سعید شېخ په بند کې تر اوو کلونو زيات وخت تېر کړی او له دې کبله باید ازاد شي.

دنیېل پرل د مرګ په وخت کې ۳۸ کلن و.

هغه د جنوبي اسیا د هېوادونو لپاره د وال سټریټ ژورنال د ادارې مشري کوله.

دنیېل پرل پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې تر حملو وروسته، د افراطي اسلام‌پالو ډلو د فعالیت په اړه د راپور جوړولو لپاره کراچۍ ته تللی و.

هغه په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د جنورۍ په ۲۳مه نېټه وتښتول شو.

دنیېل پرل

تر دې پېښې یوه میاشت وروسته، یو وېډیويي ټیپ چې په هغه کې د دنیېل پرل د سر د پرېکولو صحنه لیدل کېده، په کراچۍ ښار کې د امریکا قونسلګرۍ ته ورواستول شو.

احمد عمر سعید شېخ او درې نور وګړي له دې قتل سره په تړاو نیول شوي وو.

په پاکستان کې له ترورېزم سره د مبارزې ادارې احمد عمر سعید شېخ په اعدام او درې نور وګړي په عمري قید محکوم کړل.

د سند ایالت لوی څارنوال، فیض‌شاه ویلي چې د ایالتي محکمې د نننۍ پرېکړې پر ضد به عرض وکړي.

شاه د روېټرز خبري اژانس ته ویلي: "یو وار چې د محکمې حکم جاري شي، تر هغه وروسته ممکن موږ د اپيل غوښتنه وکړو."

د حیدراباد مرکزي زندان، چېرته چې عمر شېخ بندي و.

د واشنګټن په جورج ټون پوهنتون کې د دنیېل پرل پروژه په نوم د تحقیقاتي ژورنالیزم یوې ګډې ډلې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې یو راپور خپور کړ او ادعا یې وکړه چې د دنیېل پرل د قتل په تور غلط وګړي نیول شوي او محاکمه شوي دي.

په راپور کې ادعا شوې وه چې دنیېل پرل خالد شېخ محمد وژلی دی.

خالد شېخ محمد هغه څوک دی چې ویل کېږي چې پر امریکا د سپټمبر حملې یې طرحه کړې وې.

خالد شېخ محمد په ۲۰۰۳ میلادي کال کې ونیول شو او اوس‌مهال په ګوانتانامو کې زنداني دی.