پاکستان د امریکايي خبریال په وژنې تورن کس د مرګ سزا ختمه کړه

احمد عمر سعيد شېخ

د پاکستان يوې محکمې د امريکايي خبريال ډېنيېل پرل د وژنې په تور د نيول شوي کس د مرګ سزا ختمه کړې ده.

پر احمد عمر سعيد شېخ تور و چې په ۲۰۰۲م کال کې يې په کراچۍ کې د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې خبريال ډېنيېل پرل تر تښتولو وروسته وژلی و، خو د سند ایالت سترې محکمې د اپرېل په دوهمه عمر شېخ يوازې د تښتونې په جرم محکوم کړ او د هغه د مرګ سزا يې په اووه کاله بند واړوله.

بل‌خوا محکمې د پرل په وژنه د درېیو نورو تورنو کسانو د خوشې کولو امر هم وکړ.

۳۸ کلن ډېنيېل پرل د امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال د سوېلي اسيا څانګې مشر خبريال و.

ډېنيېل پرل

نوموړی په امريکا کې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر ۱۱مې تر ترهګریزو بريدونو وروسته کراچۍ ته تللی و. هلته د ۲۰۰۲م کال د جنورۍ پر ۲۳مه وتښتول شو.

تر دې څلور ورځې وروسته "د پاکستان د خپلواکۍ د بحالۍ لپاره ملي خوځښت" په نوم يو تنظيم پيغام خپور کړ چې که په ۲۴ ساعتونو کې په ګوانتانامو کې بند پاکستانيان خوشې نه‌شول او پاکستان ته «اېف-۱۶» ډوله جنګي الوتکې ورنه‌کړل شوې، نو ډېنيېل پرل به ووژني.

تر دې وروسته د ۲۰۰۲م کال د فبرورۍ پر ۲۱مه پاکستاني چارواکو يوه وېډيو تر لاسه کړه چې د پرل وژل په‌کې ريکارډ شوي و.