ولسمشر غني د مالیې سرپرست وزیر او کابل ښاروال معرفي کړل

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د وېډيو کنفرانس له لارې عبدالهادي ارغندېوال د مالیې سرپرست وزیر او نوماند او داوود سلطان‌زوی د کابل د ښاروال په توګه معرفي کړل.

عبدالهادي ارغندېوال او داوود سلطان‌زوی روانه اوونۍ د ولسمشر غني د حکم له مخې په یادو دندو ګمارل شوي وو.

ښاغلی ارغندېوال د پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابینه کې د اقتصاد وزیر و او ښاغلی سلطان‌زوی هم د ولسمشر محمد اشرف غني د ستر سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده.

تازه ولسمشر اشرف غني احمد ضیا سراج د ملی امنیت عمومي ریاست د نوماند په توګه ټاکلی، نوموړی له دې وړاندې د همدې ریاست سرپرست و.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ویلي و چې په دوو اوونیو کې به کابینه جوړوي.