د امریکا ۴ نورو ایالتونو کې هم ګرځ‌بندیز ولګول شو

نیویارک

د امریکا څلور نور ایالتونه هم د هغو ۳۰ ایالتونو په ډله کې شامل شول چې اوسېدونکو ته‌یې کور کې د پاتې کېدو امر شوی دی.

د فلوریدا، جورجیا، مسيسیپي او نوادا والیانو پرون اعلان وکړ چې دغو ایالتونو کې یې د خلکو په تګ راتګ کلک بندیزونه لګولي دي.

د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې تر اوسه امریکا کې ۵۱۱۹ کسان دغه ویروس مړه کړي دي.

امریکا کې تر اوسه څه باندې دوه لکه او ۱۶ زره کسان په کرونا اخته شوي دي.

امریکا هغه هېواد دی چې دا مهال د نړۍ په کچه د کرونا تر ټولو زیاتې پېښې لري، خو د دغه ویروس د مړینې له اړخه بیا ایټالیا او اسپانیا په لومړي او دوهم کتار کې دي.

ایټالیا کې کرونا تر اوسه څه باندې ۱۳ زره او اسپانیا کې یې نږدې نهه نیم زره خلک مړه کړي دي.