ایران کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۳ زرو واوښت

ایران کې د کرونا ویروس له کبله ۳۰۳۶ کسان مړه شوي دي.

ایراني چارواکي وایي په دې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر درېیو زرو واوښت.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور د چهارشنبې په ورځ وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۸ تنه د دې ویروس له کبله مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه: "له بده مرغه د پرون او نن ترمنځ ۱۳۸ ایرانیان چې د (کوویډ-۱۹) له کبله په وروستیو اوونیو کې بستر شوي، مړه شوي. تر اوسه زموږ په هېواد کې د (کوویډ-۱۹) یا کرونا ویروس له کبله ۳۰۳۶ کسان مړه شوي دي."

د جهانپور په خبره په همدې موده کې د ۲۹۸۷ نویو پېښو سره یاد ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۷۵۹۳ تنو ته لوړ شو.

ایران د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې کرونا ویروس ډېر ځپلی دی او داسې اندېښنې شته چې په دې هېواد کې په کرونا د اخته کسانو رښتونې شمېره تر دې ډېره لوړه وي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د چهارشنبې په ورځ کابینې ته په وینا کې وویل چې ایرانیانو لوی کار وکړ او د ده په خبره داسې ښکاري چې دغه ناورین په ټولو ولایتونو کې په شاتګ کې دی.

نوموړي په همدې حال کې امریکا تورنه کړې چې پر تهران د بندیزونو د لیرې کولو یو تاریخي فرصت‌یې له لاسه ورکړ.

واشنګټن ټینګار کوي چې درمل او طبي تجهیزات پر ایران د امریکا په بندیزونو کې شامل نه‌دي.

د روانې اوونۍ په سر کې بریتانیا، فرانسې او جرمني د لومړي ځل لپاره له ځانګړو سوداګریزو مېکانیزمونو په استفادې ایران ته طبي تجهیزات واستول، داسې چې پر دې هېواد د امریکا له بندیزونو سرغړونه ونه‌شي.