د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د شخړو پر کمېدو ټینګار وکړ او په ورته وخت کې یې د افغانستان حکومت دننه سیاسي اختلافاتو ته اندېښنه څرګنده کړه.
ینس سټولټنبرګ دا خبرې نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په درشل کې وکړې.
سټولتنبرګ نن په بروکسل کې خبري غونډې ته وویل چې طالبان باید په افغانستان کې اورکم ته له خپلې کړې ژمنې سره سم غاړه کېږدي.
ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "طالبان باید شخړې راکمې کړي او د هغه تړون درناوی وکړي چې دوی د امریکا له متحده ایالاتو سره کړی دی."
"As part of the peace efforts, we are reducing our military presence. By the summer, we should have around 12,000 forces in the country. No decision for a further reduction has been taken and all of our steps will be conditions-based.” - #NATO SG @jensstoltenberg #ForMin pic.twitter.com/G4OfoPeNyz
— NATO in Afghanistan (@NATOscr) April 1, 2020
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د سولې تړون لاسلیک کړ.
د ناټو سرمنشي په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په درشل کې د وېډیو کنفرانس له لارې خبري غونډې ته د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
ښاغلي سټولټنبرګ وویل: "موږ پر دې په قوت باور لرو چې ناټو له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده او ادامه ورکوي. د افغانستان وضعیت ډېر سخت دی، موږ د شخړو شاهدان یوو، موږ د حکومت دننه ګواښونه وینو د دې لپاره مهمه ده او ټولو ډلو ته پهکار دي چې داسې شرایط رامنځته کړي چې بینالافغاني خبرې پیل شي."
⚠️ JOIN LIVE NOW ⚠️🗣️| Virtual pre-ministerial press conference ahead of #NATO #ForMin tomorrow. https://t.co/naImFohMYR
— Jens Stoltenberg (@jensstoltenberg) April 1, 2020
د فبرورۍ په ۱۸مه د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ولسمشر اشرف غني ګټونکی اعلان کړ، خو د مارچ په نهمه هم ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم ترسره کړل او هم عبدالله عبدالله د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
دغه اختلافات د دې باعث شو چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو وویل، که چېرته دوی دواړه په ګډه کار ونهکړي او اختلافاتو ته شا نهکړي واشنګټن به له افغانستان سره یو میلیارد ډالره مرسته کمه کړي.
د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن او سبا په بروکسل کې خپله غونډه د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې د وېډیو کنفرانس له لارې کوي.
د اجنډا له مخې به تر ډېره د غړو هېوادونو اندېښنې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي پر لارو چارو وي او د ناټو عمومي منشي وویل چې د ناټو په غړو هېوادونو کې د کرونا ناروغۍ له خپرېدو سره سم ناټو هلې ځلې پيل کړې دي او ایټالیا او اسپانیا تهیې روغتیایي تجهیزات هم انتقال کړي دي.
د افغانستان په اړه د ناټو سرمنشي دا خبره هم وکړه چې هلته د خپلو پوځیانو شمېر ۱۲ زرو ته راښکته کوي.
ینس سټولټنبرګ څرګنده کړه چې په ۲۰۱۷ کال کې هم د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د ناټو او متحدانو د پوځیانو شمېر ۱۲ زرو ته رسېده او دا شمېر سرتیري د افغان ځواکونو د روزنې، هغوی ته د سلا مشورې ورکولو او ملاتړ لپاره بس دي.