افغانستان کې له سیاسي سیالانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا غوښتنه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او سیاسي سیال‌یې عبدالله عبدالله

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په افغانستان کې له سیاسي سیالانو وغوښتل چې "سره راټول شي" او له طالبانو سره د خبرو په بشپړولو دې د دغه هېواد د اوږدې او پُر مصرفه جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

د امنیت شورا غونډه پرون د وېډیو کنفرانس له لارې جوړه شوې وه.

د غونډې ګډونوالو ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازولۍ مرستیالې او د یوناما مسؤلې انګریډ هېډن وویل چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او سیاسي سیال‌یې عبدالله عبدالله باید د دغه هېواد په تاریخ کې له دې حساسې شېبې ښه ګټه واخلي.

د هغې په حواله په یوه بیان کې راغلي: "داسې برېښي چې افغانستان یوې ټاکونکې شېبې ته رسي."

د متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلاف د مداخلې له پیل شاوخوا دوه لسیزې وروسته، اوس‌مهال د اسلامي جمهوریت لپاره دا پوښتنه راپورته کېږي. ایا د دوی مشران کولای شي د تل‌پاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره له طالبانو سره په معنی خبرو کې برخه واخلي؟"

د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون وشو.

تر دغه تړون څو ورځې وروسته په کابل کې ولسمشر اشرف غني لوړه وکړه او اخوا پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم چې د انتخاباتو پایله نه‌وه منلې د تحلیف مراسم پر ځای کړل او د ولسمشرۍ دعوه‌یې وکړه.

امریکا د همدغو سیاسي کړکېچونو او په یوه ټول‌شموله حکومت د اشرف غني او عبدالله عبدالله د نه‌جوړېدو لپاره له افغانستان سره د خپلو یو میلیارد ډالرو مرستو د بندولو اعلان وکړ.

د افغان ولسمشر اشرف غني او د هغه د سیال عبدالله عبدالله ترمنځ د روغې جوړې لپاره امریکا، لوېدیځ ډیپلوماتان او یو شمېر افغان سیاستوال هڅې کوي.