نامعلومو کسانو لغمان کې د یوه بڼ ۴۰۰ ونې اره کړي

په لغمان کې د باغ اره شوې ونې.

نا معلومو کسانو په لغمان کې د یوه مېوه لرونکي بڼ ۴۰۰ ونې اره کړي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت‌زي ازادي راډيو ته وویل چې پرون شپه د لغمان د مشالې کمر په سیمه کې نامعلومه کسانو د ملا دراني د بڼ ۴۰۰ بېلابېل ډوله مېوه لرونکي ونې چې تازه په مېوې راغلي و، اره کړي دي.

دولت‌زي وویل دا بڼ د لغمان د کرنې ریاست په همکارۍ جوړ شوی و.

ښاغلی دولت‌زی وایي چې تر اوسه د پېښې عاملین نه‌دي معلوم خو په خبره‌یې چې د کشفي ارګانونونو له خوا په دې اړه څېړنې پیل شوي.

د لغمان د کرنې ریاست مسؤلینو دغه کړنه غندلې او دا یې د کرنې سکټور د پرمختګ د دښمنانو کار بللی دی.

اخوا په کابل کې د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په خپله فېس‌بوک پاڼه د لغمان د همدغه بڼ د پرې شویو ونو د عکسونو په اچولو لیکلي چې: "زموږ د وطن په وړاندې تر دې حده دښمني، جهالت او کرکه؟"

د ولسمشر ویاند ویلي چې د لغمان والي باید د دې جنایت د عاملینو په پېژندلو کې له حده زیاته هڅه وکړي.