هېواد: طالبان ولې د سولې لپاره چمتووالی نه‌شي نیولی؟

د کابل یو شمېر چاپ شوې ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو د نورو ګڼو مسایلو ترڅنګ تر ډېره د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او د سولې مذاکراتو په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې، "د کرونا پر وړاندې د حکومت مجرمانه غفلت!"

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د حکومت له‌خوا د کرونا د وژونکې او نړیوالې څپې پر خلاف له تبلیغاتي او تکراري شعارونو ورهاخوا نور هېڅ هم نه‎شته.

د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي، په دې کې شک نه‎شته چې د ښارونو تړل د دې وژونکي ویروس خپراوی محدودوي، خو د دې ترڅنګ افغانستان غوندې د پردیو پر اوږو بار حکومت او په ټوله کې د فقر او بې‎وزلۍ تر تندې څپې لاندې ولس خو همدغه قرنطین له پښو غورځوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، حکومت باید له نړیوالې ټولنې او ملي سوداګرو جدي مرسته وغواړي، د دې لپاره باید منظم پروګرام اعلان شي او په وینا یې هره ورځ د ټلوېزیون پر پرده د څو یارانو قلقلې او تشې لفاظۍ دغه لویه ستونزه نه‎شي رفع کولای.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي حکومت د سیاسي اړخ انزوا او غلطې تګلارې په دې برخه کې ستر خنډ دی.

د ورځپاڼې په باور، که دوی له ملت سره خواخوږي درلودای وخته به‎یې له ولس سره د پخلاینې لاره خپله کړې وه او هغه په سلګونه سلاکاران او حکومتي نازولي چې له څو کلونو راهیسې د زرګونه ډالرو امتیازات لري باید راوړاندې شي په دې بده ورځ کې له ولس سره مرسته وکړي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، په لنډو ټکو کې وایو چې د کرونا د تشخیص مرکزونه، روغتیایي او نور اړین وسایل باید زیات او دغه پروسه چټکه شي، یوازې قرنطین نیمګړې وقایه ده.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې بیا له طالبانو سره د سولې په مسئلې ټینګار کړی او پوښتنه‌یې کړې چې "طالبان ولې د سولې لپاره چمتووالی نه‌شي نیولی؟"

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې په ملی او نړیواله کچه د افغان حکومت له‎خوا له طالبانو سره د سولې لپاره د اعلام شوي مرکچي پلاوي ملاتړ او ننګه کېږی، خو طالبان بیا پرې نیوکه لري او وایي چې ګنې دا پلاوی ټول‎شموله نه‌دی!

په سرمقاله کې راغلي، دا د تعجب خبره او د سولې له خبرو د ډډې کولو لپاره پلمه ده، په اصل کې د افغان حکومت له‎خوا د سولې لپاره وروستی مرکچي پلاوی ټول‎شموله دی او په‎کې د هر قشر کسان شامل دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په اصل کې هغوی طالبان د سولې لپاره خپلواکي نه‌لري او د افغانانو د دښمن تر واک او اختیار لاندې دي.

ورځپاڼه لیکي، طالبان په دغه حالت کې په هېڅ توګه د سولې لپاره تصمیم نه‏‏‎شي نیولی، نو هغوی پلمې لټوي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، نو غوره ده چې د هغوی تر شا پر ولاړو لورو نړیوال فشارونه نور هم زیات شي چې طالبان پرېږدي چې د سولې لپاره تصمیم ونیسي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم د سولې په مذاکراتو ټینګار کړی. سرمقاله کې وړاندې راغلي، "د سولې مذاکرات سطحي مه‎نیسئ."

د سرمقاله لیکونکي په وینا، د سولې په مذاکراتو کې ګډون باید امتیاز ونه‌ګڼل شي او هغه باید یو شمېر هغو کسانو ته سیاسي تحفه ورنه‎کړل شي چې د ورځپانې په باور له خولې یې د شيدو بوی راځي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، دا ډول سیاسي ګټه اخیستنه به دا پروسه له بندبست سره مخ کړي.

ورځپاڼه ټینګار کوي چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت باید غنیمت وګڼل شي او له دې فرصت څخه ګټه واخیستل شي.