نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره مرسته وکړي.
د ماشومانو د خوندیتوب د نړیوالې ادارې (سېف د چلډرن) مشر تیموتي بیشیپ دا غوښتنه پرون د یوې خبرپاڼې له لارې وکړه.
په افغانستان کې د دې ادارې ویاندې مریم عطایي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "ښاغلي تیموتي ویلي دي چې افغانستان له کرونا سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري. لکه څرنګه چې په دې خبرپاڼه کې راغلي دي، د جګړو په ترڅ کې د افغانستان روغتیایي سیستم خراب شوی او دلته ښه طبي تجهیزات نهشته."
د افغانستان روغتیا وزارت ویلي دي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره میلیونونو ډالرو ته اړتیا لري.
د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، تر اوسه ۱۵ میلیونه ډالر دوی ته سپارل شوي دي. د ده په وینا په افغانستان کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۸۷ ته رسېدلی دی.