چین کې یو ځل بیا کرونا ویروس په زیاتېدو دی

یو روغتیایي کارکوونکی له یوه کس څخه نمونه اخلي چې د کرونا ویروس لپاره ازمویل کېږي.

چین د سې شنبې په ورځ د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتېدو خبر ورکړ.

تر دې مخکې څلور ورځې سر په سر د کرونا مثبتې پېښې په دغه هېواد کې په کمېدو وې.

پیکېنګ دا خبر په داسې وخت کې ورکړی دی چې په نوره نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر په زیاتېدو دی.

د امریکا په متحده ایالاتو کې تر بل هر هېواد د کرونا مثبتې پېښې اوس زیاتې دي. په دغه هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې تر ۱۷۵۰۰۰ واوښتې او د پرونیو شمېرو له مخې د دې ناروغۍ د قربانیانو شمېر په متحده ایالاتو کې ۳۱۷۰ ته ورسېد.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون پرون د کرونا د نویو ۴۸ پېښو خبر ورکړ او ویې‌ویل چې دا هغه کسان دي چې له بهره چین ته راغلي دي.

دغه کمېسیون په خپل راپور کې په ووهان کې په هغه ښار کې چې د لومړي ځل لپاره کرونا ناروغي پیدا شوې ده د یوه کس د مړینې خبر ورکړ، خو وایي چې دا ښار چې پخوا بند و اوس پرانیستل شوی دی.

څېړونکي د چین د دغو راپورونو په برخه کې شک لري، ځکه چې په دغه هېواد کې سیمه‌ییزې رسنۍ سختې سانسورېږي.

د امریکا متحده ایالات له اوږدې مودې راهیسې چین کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو او تلفاتو په اړه شک څرګندوي.