چین د کرونا ویروس د نویو تأیيد شویو پېښو د زیاتېدو خبر ورکړ

له تېرو څلورو ورځو راهیسې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر مخ پر کمېدو راپور شوی وو.

چین د کرونا ویروس د نویو تأیيد شویو پېښو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

دا وروسته له هغه چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر مخ پر کمېدو راپور شوی وو.

کرونا ویروس لومړی ځل په چین کې راپور شوی وو، خو د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم په چټکۍ سره خپور شو.

په همدې حال کې په یو لک او ۶۴ زره امریکايان په دې ویروس اخته شوي او ۳۱۷۰ کسان مړه شوي دي.

د سې شنبې په ورځ د چین د ملي روغتیا کمېسیون وویل چې په دې ورځ په چین کې ۴۸ د کرونا مثبتې پيښې ثبت شوي چې دا کسان د کمېسیون په وینا له بهره دې هېواد ته ورغلي دي.

متخصصین د چین پر ادعاوو ډېر باور نه‌لري ځکه ځايي رسنۍ سانسور کېږي او بهرنۍ رسنۍ په دې هېواد کې معلوماتو ته ډېر لاسرسی نه‌لري.

د مړو شویو او مثبتو پېښو د شمېر په اړه امریکا له ډېره وخته د چین د معلوماتو په اړه شک څرګند کړی.