اروپايي ټولنه: طالبان دې سولې او تاوتریخوالي کمښت ته ژمنتیا وښيي

بروکسل کې د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر

اروپايي ټولنې له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د سولې مذاکراتو او د تاوتریخوالي کمولو ته دې رښتونې ژمنتیا وښيي او همداراز دې د دوحې له توافق سره سم د اوربند لپاره خبرې پيل کړي.

دې ټولنې همداراز د افغان سیاستوالو له‌خوا د سولې لپاره د ټول‌شموله پلاوي هرکلی کړی دی.

په کابل کې د اروپايي ټولنې مأموریت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا د بین‌الافغاني خبرو او د خپلمنځي سیاسي بحران د حل پر لور یو مهم ګام دی.

په اعلامیه کې له سیاسي مشرانو غوښتنه شوې چې د سولې په بهیر کې د ښځو، ځوانانو او قربانیانو د اغېزناک ګډون لپاره کار وکړي.

اروپايي ټولنې په خپله اعلامیه کې ویلي، اوس چې د بندیانو د خوشې کولو او مذاکره کوونکي ټيم د ټاکلو مسایلو پرمختګ کړی، طالبان باید د افغان حکومت له مذاکره کوونکي پلاوي سره په رغنده توګه خبرې پیل کړي، همداسې لکه حکومت چې له طالبانو سره پر دې سربېره خبرې کوي چې د طالبانو ټيم ټول‌شموله نه‌دی.