امریکا پر ایران په لګول شویو بندیزونو کې معافیت تمدید کړ

امریکا ویلي چې د ایران د اټمي پروګرام په تړاو ټول پرمختګونه له نږدې څاري.

د امریکا حکومت د ایران په اټمي تأسیساتو کې د پراختیا د مخنیوی لپاره د کار وخت نورې دوه میاشتې تمدید کړ.

دا (هسته‌یي معافیت) یا هغه وخت چې چین، روسیې او اروپايي هېوادونو ته اجازه ورکړل شوې چې د ایران د اټمي تأسیساتو د پراختیا د مخنیوی لپاره کار وکړي، د ۶۰ ورځو لپاره تمدید شوی.

په دې موده کې به د اراک د درنو اوبو په رېکټر، د بوشهر په اټمي کارخانه، د تهران د څېړنې په رېکټر او نورو اټمي تأسیساتو کې څېړنه روانه وي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران د اټمي پروګرام په تړاو ټول پرمختګونه له نږدې څاري او د محدودیتونو محتوا د تنظیم ځای لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورټاګوس پرون د مارچ په ۳۱مه، په یوه بیان کې ویلي چې د ایران له لوري د اټمي تأسیساتو د پراختیا دوام د منلو وړ نه‌دی.

اورتاګوس لیکلي چې د ایران د رژیم اټمي باج‌اخیستنه د نړۍ سولې او امنیت ته له سترو ګواښونو ده.

د ایران اسلامي جمهوريت رد کړې چې د اټمي سلاح د جوړولو لپاره خپلو اټمي تأسیساتو ته پراختیا ورکوي.

خو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پرېکړه وکړه چې له ایران سره له هغې موافقې چې جرمني، فرانسې، بریتانیا، روسیې او چین‌یې هم غړي وو، ځان وباسي.

د ټرمپ تر دې پرېکړې وروسته، واشنګټن پر ایران چې اقتصاد یې د تېلو پر صادراتو ولاړ دی، اقتصادي بندیزونه له سره ولګول.

واشنګټن له هغه راهیسې، پر ایران د فوق‌العاده فشار اچولو سیاست خپل کړی دی.

د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې ایران له سیمه‌ییزو تخریبي فعالیتونو لاس واخلي او همداراز خپل اټمي فعالیتونه محدود کړي.

اراک

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په پروني بیان کې د ولسمشر ټرمپ مخکېنیو خبرو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي: "ایران به هېڅکله د اټمي وسلې د جوړولو اجازه پيدا نه‌کړي."

د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې د مارچ په پیل کې وویل چې ایران د نړیوالو څارونکو مخنیوی کړی او اجازه‌یې نه‌ده ورکړې چې په اراک او بوشهر کې د اټمي فعالیتونو په اړه تحقیق وکړي.

دې نړیوالې ادارې همداراز وویل چې ایران د یوارنیمو خپلې ذخیرې تر هغه حد چې د ۲۰۱۵ میلادي کال کې موافقه ورباندې شوې وه، زیاتې کړې دي.