جرمني د افغانانو جبري ستنول وځنډول

ارشیف

د جرمني حکومت افغانستان ته د هغو افغانانو د جبري ستنولو بهیر ځنډولی چې له غیر قانوني لارو دې هېواد ته تللي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویانده وايي چې د افغان حکومت د غوښتنې له مخې او د کرونا ویروس له وجې رامنځته شوي بحران ته په پام سره‌یې د افغانانو جبري ایستل موقتاً ځنډولي دي.

د جرمني خبري اژانس «DPA» د راپور له مخې له دې هېواده د ایستل شويو افغان کډوالو وروستۍ جوپه د روانې مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه کابل ته واستول شوه.

جرمني ټول ۹۰۷ افغانان چې ټول نارینه دي، افغانستان ته ستانه کړي دي.