امریکا پر ایران په لګول شویو بندیزونو معافیت وغځاوه

ایران

د امریکا حکومت پر ایران په لګول شویو بندیزونو کې معافیت د نورو ۶۰ ورځو لپاره تمدید کړ.

له دې پرېکړې سره به روسیه، چین او اروپايي هېوادونه وکولای شي چې د دې هېواد په اټمي بټیو کې د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي کار ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دا معافیت پرون دوشنبه تأیید کړ، خو هغه یادونه وکړه چې دا پرېکړه د ایران اټمي فعالیت محدودوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګان اورتاګوس په یوه بیان کې وايي د ایران د اټمي فعالیتونو پراخېدل د منلو وړ نه‌دي.

مېرمن اورتاګوس زیاتوي، د ایران د رژیم له‌خوا په اټمي برخه کې اخاذي د نړۍ سولې او امنیت ته لوی ګواښ دی.

په بندیزونو کې معافیت ایران ته اجازه ورکوي چې د اټمي وسلو د نه‌پراختیا پر اساس په اراک د درنو اوبو په تحقیقي اټمي بټۍ، د بوشهر په اټمي تأسیساتو او د تهران په تحقیقاتي رېکټور او نورو ساحو کې کار ته دورام ورکړي.