تخار کې د غیر مسئوله وسله‌والو نښته کې ۳ ملکیان وژل شوي

د تالقانو ښار یوه څنډه- ارشیف

د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې د غیر مسئوله وسله‌والو په نښته کې ۳ ملکیان وژل شوي دي.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېر ماښام د کلفګان ولسوالۍ په خان دستمال سیمه کې د دوو غیر مسؤله قوماندانانو د کسانو ترمنځ په نښته کې ۳ ملکي کسان ووژل شول.

ښاغلي اسیر زیاته کړه چې دولتي ځواکونه د دغو غیر مسؤله وسله‌والو د نیولو په هدف سیمې ته لېږل شوي، خو غیر مسؤل کسان له سیمې تښتېدلي دي.

ده وویل چې د کلفګان ولسوالۍ د خان دستمال سیمې اوسېدونکو د اعتراض په توګه د بدخشان-تخار لویه لاره د ټرافیکو پر مخ وتړله د او د دې پېښې د عاملینو د مجازات غوښتنه‌یې وکړه.