ویسا: له کرونا سره مبارزه څه وخت لومړیتوب کېدای شي؟

د کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو نورو مسایلو ترڅنګ تر ډېره په هېواد کې د کرونا ویروس د پراخېدو او له دې امله راپېښېدونکو اقتصادي زیانونو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې، "له کرونا سره مبارزه څه وخت لومړیتوب کېدای شي؟"

ورځپاڼې په ستراتېژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر پروني خبرې را اخیستي چې ویلي، د حکومت لومړیتوب اوس د کرونا ناروغۍ مخنیوی دی چې دا یوه نړیواله ستونزه ده او که موږ په سیاسي لانجو کې ښکېل وو له دې مصیبت سره مبارزه نه‌شو کولای.

د سرمقاله لیکونکي په باور د نوموړي اشاره د ډاکتر عبدالله او غني ترمنځ سیاسي لانجې ته وه چې ګواکي نور دغه لانجې رنګ بایللی دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دلته دوه احتماله کېدای شي، یا دا چې د دواړو اړخونو ترمنځ ګډو ناستو د لانجو حل موندلی دی او یوې پرېکړې ته نږدې شوي او دوهم احتمال دا دی چې حکومت فکر کوي چې عبدالله به ستومانه او ناهیلی شي، لانجه به بالاخره ختمه شي، خو که همدغه احتمال وي د سرمقاله لیکونکي په باور دا بیا د خطر او ستونزې د دوام معنی لري.

ویسا ورځپاڼې د سرمقالې په وروستۍ برخه کې لیکلي، دا اوس له لوړې وروسته نږدې درې اوونۍ پوره شوې، د دولتي ودانیو او ادارو برخلیک معلوم نه‌دی، سپېدار او صدارت ماڼۍ تر اوسه د عبدالله د پلویانو په لاس کې دي، ادارې عملاً فلج دي، خلک له یوه پلوه له کرونا سره لاس او ګرېوان دي، بل لوري ته د جګړو لمن پر پراخېدو ده.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په هرات کې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده. وړاندې د ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، په هرات کې د کرونا ویروس پېښې مخ په زیاتېدو دي. او په دې وروستیو کې دغه پېښې درې برابره زیاتې شوي چې د سرمقاله لیکونکي په باور، په داسې وضعیت کې اړتیا ده چې جدی تدابیر ونیول شي.

سرمقاله لیکونکی ټینګار کوي چې په روانو حالاتو کې باید قرنطین جدي ونیول شي، کلک تدابیر او جدی مقررات وضع شي او هېچ‌چا ته اجازه ورنه‌کړل شي چې نورو ولایتونو ته سفر وکړي.

ورځپاڼې همدارنګه له حکومت غوښتي چې له ایران څخه افغانستان ته باید ټول پروازونه ودرول شي کنه هېواد به د ایټالیا او اسپانیا په څېر له لوی بحران سره مخ شي چې بیا به‌یې کنټرول له واکه وتلی وي.

هشت صبح ورځپاڼې همدارنګه لیکلي، حکومت باید د اسلام قلعې لویې لارې برخلیک معلوم کړي ځکه په باور یې د سوداګریزو لارو بندېدل به خلک له اقتصادي پلوه هم ډېر وځپي.

ورځپاڼې بلې مسئلې ته چې اشاره کړې هغه هرات ته د بشري منابعو لېږل دي چې د سرمقاله لیکونکي په باور هرات کې باید د کاغذ پرانیو مخه ونیول شي او پېچلې اداري مرحله ختمه شي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا د کرونا ویروس د خپرېدو او د قرنطین له امله راپېښېدونکو اقتصادي زیانونو په تړاو لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، بې‌وزله کسان تر ډېره د کرونا ویروس د خپرېدو او قرنطین له امله ځپل کېږي ځکه په وینا یې دوی تر ډېره د یوې ورځې بودجه هم نه‌لري چې په کور کېني او ځان قرنطین کړي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، دغه بې‌وزلي کسان له بلې‌خوا بیا په ازاد بازار کې له نابرابره نرخونو سره مخ دي چې نه‌شي کولای خپلې کورنۍ ته لومړني توکي وپېري.

اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي، دغه بې‌وزله افغانان له یوې خوا د کرونا او بلې خوا بې‌وزلۍ او لوږې سره مخ دي حال دا چې نږدې پنځه میلیونه افغانان د ورځني کاروبار نه یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، دا سمه ده چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره قرنطین یوه غوره لار ده، خو په باور یې حکومت باید د بې‌وزلو کسانو او په ټوله کې له اقتصادي بحرانه د هېواد د ژغورلو لپاره منظم پروګرامونه ولري.