اروپایي کمېسیون ځینو هېوادونو ته ۱۴۰ میلیونه یورو تخصیص کړې

د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپایي کمېسیون وايي د کرونا ویروس په وړاندې له مبارزې سره د مرستې لپاره‌یې ارمنستان، اذربایجان، بلاروس، ګرجستان، مالدووا او اوکراین ته ۱۴۰ میلیونه یورو تخصیص کړې دي.

دغه کمېسیون پرون په یوه اعلامیه کې وویل، د اروپايي ټولنې د ختیځ مشارکت له دغو شپږو هېوادونو سره به د ۷۰۰ میلیونه یورو په ارزښت د اوسنیو ابزارونو کارول هم له سره تنظیم کړي، څو د کرونا ویروس د بحران ټولنیز او اقتصادي تأثیرات کم کړي.

د اروپايي کمېسیون د ګاونډیتوب او پراختیا کمېشنر اولیفر وارهیليي وویل، دا نه‌یوازې اروپايي ټولنې، بلکې ټولو شریکو هېوادونو ته سخته شېبه ده.

اروپايي کمېسیون وايي دغو شپږو هېوادونو سره به د طبي وسایلو او پرسونل په لېږلو کې هم همکاري وکړي.