روسیه د قرنطین مودې پر غځولو غور کوي

ارشیف، مسکو

روسیه پر دې غور کوي چې په ملي کچه پر کورونو د خلکو د پاتې کېدو موده وغځوي.

تر دې مخکې د مسکو چارواکو د دغه ښار له ۱۲ میلیونه اوسېدونکو غوښتنه کړې وه چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د روسیې د ارتودوکس کلیسا هم، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخینوي په هدف، له عبادت کوونکو غوښتنه وکړه چې کلیساوو ته د تګ پر ځای په کورونو کې عبادت وکړي.

صدراعظم میخایل میشوستین پرون له واليانو غوښتنه وکړه چې د مسکو په څېر پر کورونو د خلکو د پاتېدو امر تعقیب کړي.

د روسیې حکومت پرون د دغه هېواد ټول سرحدونه وتړل، خو روسي ډیپلوماتان، حمل او نقل او نور ضروري وسایط او خلک کولای شي له سرحده داخل شي.

د روسې فدراتیف د امنیت شورا مرستیال دمتري مدودف تېره یکشنبه پر خپل فېس‌بوک پاڼه په یوه وېډیويي پیغام کې وویل: "د کرونا ویروس د خپرېدو نامطلوبه سناریو نورو سختو اقداماتو ته اړتیا لري، د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوی دې ته اړتیا لري چې هر کس باید ولسمشر ته غوږ شي او خپل انضباط وښيي."

په روسیه کې د کرونا ویروس د بحران په وړاندې د مبارزې مرکز پرون وویل، په دغه ویروس وروستی تن په پسکوف سیمه کې مړ شوی دی.

د روسیې په ۷۱ ساحو کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو راپورونه ثبت شوي دي.