له پاکستان راستنېدونکي کسان تورخم کې قرنطین کېږي

تورخم دروازه

د ننګرهار والي وایي، هر هغه کس چې له تورخم دروازې دغه ولایت ته اوړي، له دوو تر درېیو اوونیو په تورخم کې قرنطین کېږي.

شاه محمود میاخېل پرون مازیګر په یوه وېډیویي پیغام کې وویل، تورخم دروازه تړلې ده او پاکستان چا ته اجازه نه‌ورکوي چې افغانستان ته واوړي.

هغه زیاته کړه: "هر څوک چې له پېښوره تورخم ته راځي، له ۱۴ تر ۲۱ ورځو په تورخم کې پاتې کېږي. دوی ته مو خیمې او مشخص ځایونه ټاکلي دي. ډاکتران، روغتیایي خدمات او امکانات ورته زموږ له‌خوا برابر شوي دي."

پاکستان، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف تورخم دروازه د مارچ پر ۱۶مه، د مسافرو پر مخ وتړله.

د مسافرو ترڅنګ پر دغه دروازه تجارتي موټرو ته هم د تګ راتګ اجازه نه‌ورکول کېږي چې دې کار سوداګرو ته سخت مالي زیانونه اړولي دي.