افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۷۰ ته ورسېد

کابل کې پر کرونا ویروس ۱۰ تنه اخته شوي.

په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۷۰ ته ورسېد.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار پرون ناوخته رسنیو ته وویل چې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو ډېرې پېښې په هرات کې ثبت شوې دي.

هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۳۶ مشکوکې پېښې د هرات په البراتوار کې ثبت شوې چې له هغې جملې ۲۵ مثبتې پېښې تثبیت شوې دي. په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۷۰ ته ورسېد."

تر هرات وروسته کابل په دوهم کتار کې راغلی چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په‌کې ۱۰ ته رسېږي. کرونا ویروس یا (کوویډ-۱۹) تر اوسه په افغانستان کې د درېیو کسانو د مړینې سبب شوی دی.