د هرات، بغلان، بامیان او د بلخ له زندانونو لسګونه زندانیان خوشې شول

ارشیف

د افغانستان جمهوري ریاست د روان کال د حمل میاشتې په اوومه نېټه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د ۱۰ زره زندانیانو د بخښنې فرمان صادر کړ.

د دې فرمان په اساس له هرات څخه تر دې دمه د پنځو ښځو په ګډون ۱۴۴ تنه زندانیان له بند څخه خلاص شوي او په پام کې ده چې ۳۵۰ تنه نور هم آزاد شي.

د هرات د عمومي محبس مدیر میوند صمدي ازادي راډیو ته ووېل چې دا کسان د سرقت، ترافیکي پېښو او اخلاقي فسادو په جرمونو تورن و.

د بغلان د مرکزي محبس مدیر سمنوال محمد اسلم کوهستاني وايي چې له دغه زندان څخه د دوشنبې په ورځ ۷۶ تنه زندانیان آزاد شول.

په مرکزي بامیان ولایت کې هم د دوه ښځو په ګډون ۳۹ تنه زندانیان د دوه ورځو په ترځ کې له قید څخه آزاد شوي.

د بامیان والي مرستیال عتیق الله عتیق ازادي راډیو ته ووېل چې په پام کې ده له ۲۰۰ نور زیات زندانیان هم له بند څخه خوشې شي.

بلخ ولایت کې هم د ښځو، ماشومانو او نارینه و په ګډون په مختلفو جرمونو لسګونه تورن زندانیان د ولسمشر له لوري د بندیانو د عفو د فرمان د تطبیق د کمېسیون له لوري خلاص شول.

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد ووېل چې په آزاد شویو کسانو کې ۱۶ ښځې، ۱۰ ماشومان شامل دي.

په هرات کې یو شمېر ښځینه محبوسینو د تېرې یک شنبې په ماښام په دې دلیل چې نوم د بخښنې په دغه فرمان کې نه وو شامل شوي په تاوتریخوالي لاس پورې کړ او د زندان یوې برخې ته یې اور ورته کړ چې له امله یې د زندان ۵ ساتونکي ټپیان شول.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد د یاد خبر په پخلي سره وايي چې وضعیت اوس تر کنترول لاندې دی.

د یادولو ده، چې د کرونا ویروس د مخ نیوي په منظور د ولسمشر اشرف غني له لوري د لس زره زندانیانو د عفو په فرمان کې هغه کسان شامل دي، چې د قید موده یې له پنځو کلونو کمه وي، عمر یې له ۵۵ کلونو ډېر وي او د کووید-۱۹ ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخ وي.