ټرمپ تر یوې میاشتې په کورونو کې د امریکایانو پاتې کېدل وغځول

امریکا

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې هغه فدرالي دستورالعملونه چې له خلکو غواړي په کورونو کې پاتې شي، د اپریل تر پایه ۳۰ ورځې نور وغځول.

د دغې تنفسي ساري ناروغۍ له امله تراوسه په ټوله نړۍ کې نږدې ۳۴ زره کسان مړه شوي دي.​

ولسمشر ټرمپ پرون یکشنبې په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د کرونا ویروس له امله مړینې به په متحده ایالاتونو کې په دوو اوونیو کې تر ټولو لوړې اندازې ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه چې له هغې وروسته به د مړینې اندازه راکمه او دی هیله‌من دی چې د پام وړکموالی په کې راشي.​

ټرمپ وویل، یو تربله د فاصلې ساتلو مقررات غځوي څو د دغه ویروس چې مثبتې پېښې یې په هر ایالت کې په چټکۍ په زیاتېدو دي، خپرېدل ورو کړي. ​

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د جان هاپکنس د پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله امریکا کې پر کرونا ویروس یا (کوویډ-۱۹) له ۱۴۰ زرو زیات کسان اخته شوي او د مړو شمېر یې نږدې ۲۵۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.​

ولسمشر ټرمپ وویل، دا ډېره مهمه ده چې هر یو دستورالعلمونه جدي رعایت کړي او هغه سپارښتنې په پام کې ونیسې چې یواځې د جدي اړتیا په صورت کې لکه د خوراکي موادو او درملو د اخیستو لپاره له کوره ووځي.​

پرون د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د ساري ناروغیو یوه متخصص خبرداری ور کړ چې ممکن د کرونا ویروس له امله د مړه کېدونکو شمېر تر ۲ لکه کسانو پورې ورسېږي.​

د الرژي او عفوني ناروغیو د ملی انسټېټوټ رئیس ډاکټر انتوني فوچي پرون یکشنبې له سي ان ان سره په مرکه کې اټکل وکړ چې دغه وبا ښایي د ۱۰۰ زرو او ۲۰۰ زره کسانو ترمنځ ژوند واخلي او په میلیونو کسان به په متحده ایالاتونو کې پرې اخته شي.​

د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د مرکز د شمېرو له مخې په متحده ایالاتونو کې د ۱۹۱۸ او ۱۹۱۹ کال د انفلوانزا ناروغۍ ۶۷۵ زره کسان مړه کړي و.​

په امریکا کې نیویارک ایالت تر ټولو ډېر کرونا ویروس ځپلی دی.

په ټوله امریکا کې د کرونا له امله د شاوخوا دونیم زره مړو شویو په ۱۰۰ کې څه باندې ۴۰ یعنې له زرو زیات یې په همدي ایالت پورې تړلي دي.​

د دغه ویروس له امله په ټوله نړۍ کې د نږدې ۳۴ مړو شویو کسانو نیمایي یې په ایټالیا او هسپانیا کې ساه ورکړې ده.​

ایټالیا

په ایټاليا کې د کرونا ویروس له ۹۷ زره زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. ​

په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۷۲۳ زره کسانو ته رسېدلی دی.​