د افغانستان د انځرو حاصلات به ۴۲ زره مټریک ټنو ته زیات شي

ارشیف

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د انځرو د پروسس او بسته‌بندۍ طرحه وروستۍ کړه.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، دغه طرحه به سږ کال عملي شي چې د دې طرحې پر بنسټ به د انځرو حاصلات له ۲۵ زره مټریک ټنو ۴۲ زره مټریک ټنو ته زیات شي.

دغه وزارت وایي، دوی په پام کې لري چې په مرکز او ولایتونو کې د تازه او وچو انځرو د پروسس مرکزونه جوړ کړي او همدارنګه په راتلونکو پنځو کلونو کې به څه باندې ۳۲۵۰ هکټاره ځمکه کې د انځرو باغونه جوړ شي.

انځر د افغانستان له مهمو صادراتو یادېږي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت په وینا افغانستان ته لسګونه میلیونه ډالر عواید لري.

افغانستان تېر کال څه باندې ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د انځرو صادرات لرل.

اوس‌مهال د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې انځر تولیدېږي چې ډېر یې په لوېدیځو ولایتونو کې دي.