'سوداګریزو بندیزونو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اړولی'

کابل ولایت کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله پر ګرځېدو محدودیت.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت خونه وايي، په هېواد کې د سوداګریزو بندیزونو له امله سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیانونه اوښتي دي.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې سوداګر یوازې د پاکستان په سرحد کې هره ورځ څه باندې یو میلیون ډالر ټکس ورکوي.

د نوموړي په باور، له یوې میاشتي راهیسې د هېواد په صادراتو کې بې‌ساری کمښت راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پاکستان له لوري د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د سپین بولدک لاره د سوداګرو له لوري تړل شوې ده.

همدارنګه د تورخم لار چې د ۱۴ ورځو لپاره بنده شوې وه پاکستان تېره ورځ دغه موده د ۱۴ نورو ورځو لپاره هم تمدید کړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا که څه هم له یو شمېر نورو هېوادونو واردات ترسره کېږې، خو د صادراتو په برخه کې ډېر محدودیتونه لګول شوي او ان له یو شمېر هېوادونو سره صادرات درول شوي دي.