ملي ارمان: پلورونکو له خدای ووېرېږﺉ او په مظلوم ملت ظلم مه‌کوئ

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په بېلابېلو مسایلو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د خلکو ګڼه ګوڼه د جدي اندېښې وړ ده او په دې اړه‌یې د خلکو په بې‌غورئ انتقاد کړی.

ورځپاڼې د پولیسو د تېرې ورځې اقدام ستایلی او ليکلي، واقعیت دا دی چې په هېڅ هېواد کې خلک قرنطین په خپل سر نه‌مني او دا د پولیسو دنده ده چې جدي اقدام وکړي او سرغړونکو ته سخته سزا ورکړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، کابل کې ګرځ‌بندیز تر ډېره بریده مراعات شوی او خلک هم په دې پوه شوي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید په سړکونو کې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی که چېرې د ایټالیا او بریتانیا په څېر دا ویروس په افغانستان کې هم په پراخه کچه خپور شي د کمو امکاناتو له امله به هېواد له یو سخت ناورین سره مخ شي.

هشت صبح ورځپاڼې وړاندیز کړی چې پولیس باید د خلکو په ګڼې ګوڼې او تګ راتګ باندې نور هم بندیز سخت کړي.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "پلورونکو" له خدای ووېرېږﺉ او په مظلوم ملت ظلم مه‌کوئ."

ورځپاڼې لیکلي، د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال په افغانستان کې پلورونکو بیې لوړې کړي او د خلکو څېرې په سختو ورځو کې معلومېږي.

ورځپاڼه لیکي دا د بشر د ژوند لپاره یو ګواښوونکی ویروس دی او په دغو سختو ورځو کې باید له بې‌وزلو سره مرسته وشي.

د سرمقاله لیکونکي په باور نور هېوادونه په سختو ورځو کې یو بل ته لاس ورکوي او ستونزې په ګډه هواروي، خو افغانانو نرخونه دوه چنده کړي چې دغه مظلوم ملت‌یې د اخیستلو توان نه‌لري.

ملي ارمان ورځپاڼې حکومت ته په خطاب کې لیکي، که څه هم نور حکومتونه په دا ډول سختو شرایطو کې له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي او د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور، سره له دې چې موږ یو مسلمان هېواد یو او ټول باید مسلماني ولري، لیدل کېږي چې دا ډول نه‌دي او ملي سوداګر، دکاندارانو او درمل پلورونکو هر څه‌یې دوه چنده کړي او لاس په احتکار پورې کړی.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، "ارګ د سولې مذاکره کوونکی پلاوی ټاکلی او ادعا کوي چې دا یو ټول ګډونه پلاوی دی او له دې پلاوي ښاغلي خلیل‌زاد هم هرکلی کړی."

خو د سرمقاله لیکونکي په باور، د دې پلاوي د ترکیب په تړاو سیاسي ګوندونو، طالبانو او بېلابېلو نورو لورو اعتراضونه کړي او د سرمقاله لیکونکي په وینا، که چېرې د پلاوي ترکیب ته پام وشي، نو څو ټکي په‌کې د پام وړ دي.

لیکوال لیکي، د دې پلاوي غړي له بېلابېلو ډلو څخه غوره شوي او دا کار په ډېر مهارت ترسره شوی او هغه کسان په‌کې غوره شوي چې ارګ‌یې لومړیتوب دی.

ورځپاڼې لیکلي، د سولې دغه پلوي په تړاو بل مهم ټکی دا دی چې د دې پلاوي یو شمېر غړي ارګ پلوي دي او له طالبانو سره د خبرو او تفاهم روحیه نه‌لري.

او د سرمقاله لیکونکي په باور درېیم ټکی دا دی چې ارګ پلاوی ټاکلی، سمبولیک رول لري، د مصالحې له شورا سره‌یې تړلی چې تصمیم نیوونکی ونه‌اوسي.