یورو اېشیا رېویو: موږ اصلي بین‌الافغاني خبرو ته څومره نږدې یو

ځینې بهرنۍ ورځپاڼې

  • یورو اېشیا رېویو

یورو اېشیا رېویو خپرونې د افغانستان د سولې په اړه یوه مقاله لیکلې او دا سرلیک‌یې ورکړی چې "افغان حکومت له اوږده انتظار وروسته د سولې مرکچي پلاوی جوړ کړ، خو موږ اصلي بین‌الافغاني خبرو ته څومره نږدې یو."

په مقاله کې راغلي، دا ۲۱ کسیز پلاوی ټول‌شموله دی، خو زیاته شوې چې پر جوړېدو یې اختلافات ډېر وو، نو ځکه ډېر ځنډ په‌کې راغی.

مقاله کې راغلي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دې پلاوي له جوړېدو هرکلی کړی، خو طالبانو ویلي، دا پلاوی هر اړخیز نه‌دی او نه‌غواړي ورسره خبرې وکړي.

د مقالې لیکوال همدې اختلافاتو ته په کتو لیکلي، که امریکا رښتیا هم غواړي چې د افغانانو ترڅنګ ودرېږي، باید په مستقیم ډول له اوسني افغان حکومت سره د یوه خپلواک دولت په توګه معامله وکړي.

ځکه د مقاله لیکونکي په باور، د اوسني افغان حکومت ځای څوک نه‌شي نیولی او د طالبانو راتګ هم عملي نه‌ښکاري.

په مقاله کې راغلي، که امریکا او د افغان دولت نړیوال متحدین لېوالتیا لري چې طالبان حکومت ته رادننه کړي، باید د یوه ښکاره مېکانیزم له لارې دا کار وکړي.

مقاله کې راغلي، که داسې ونه‌شي په بېړه له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل به د سولې بهیر له ګواښ سره مخ کړي او د خلکو هیلې به په اوبو لاهو کړي.

د مقالې په پای کې راغلي، له امریکایانو سره د طالبانو سوله یوازې امریکایانو ته د وتلو د ټکټ په معنی ده او افغانانو ته هېڅ ګټه نه‌لري.

مقاله لیکونکي ویلي، که امریکا او متحدین‌یې اوسنی افغان حکومت له پامه وغورځوي او له افغانستانه ووځي، عواقب به‌یې ډېر کړکېچن وي او هېڅوک به نه‌پوهېږي چې وضعیت څنګه قابو کړي.

  • ورلډ پولیټیکل رېویو

ورلډ پولیټیکل رېویو خپرونې بیا لیکلي، "له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په درشل کې، داعش هڅه کوي چې ځان ته د پښې ځای پیدا کړي."

په مقاله کې د داعش د تېرې اوونۍ هغه خونړي برید ته اشاره شوې چې کابل کې یې د سېکهانو په یوه معبد ترسره کړ او د لیکوال په ټکو، په یوه میاشت کې دا دوهم ځل و چې داعش کابل کې په مذهبي مراسمو برید کوي.

د مقالې لیکوال ویلي، دا بریدونه په دې معنی دي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته څومره ویجاړۍ مخته پرتې دي.

د مقالې لیکوال ویلي، د داعش ډلې مخنیوي ته نه بهرنیو ځواکونو او نه هم د افغان حکومت سیالانو بشپړې هڅې کړې دي.