ائتلافي ځواکونو په عراق کې 'کې-۱' اډه خوشې کړه

عراق د متحده ایالاتو سرتیري د تاجي په اډه کې ګرځي

د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه یکشنبه د عراق په شمال کې له هغې پوځي اډې ووتل چې تېر ډسمبر د ایران له‌خوا په راکټونو ویشتل شوې وه.

ایران دا بریدونه د امریکا په لاس د دغه هېواد د یوه لوړپوړي پوځي جنرال قاسم سلیماني د وژلو په غبرګون کړي و.

د امریکا په مشرۍ ائتلاف په یوه اعلامیه کې ویلي چې په کرکوک شمالي ولایت کې (کې-۱) اډه خوشې کوي.

د دې پوځي اډې پوځي وسایل چې ارزښت‌یې یو میلیون ډالرو ته رسېږي عراقي پوځیانو ته منتقل شوي.

په دې پوځي اډې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې د ایران په راکټي بریدونو کې یو امریکایي قراردادي چې د داعش پر ضد یې عراقي پوځیان روزل، وژل شوی و.