ایران په ګڼ‌مېشتو محبسونو کې د بندیانو د خلاصون موده غځوي

ارشیف

ایراني چارواکي وایي د دغه هېواد په ګڼ‌مېشتو محبسونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د بندیانو د خلاصون موده نوره هم غځوي.

د چارواکو په خبره په غځېدلې موده کې ټول‌ټال ۱۵ زره بندیان موقتاً ازادېږي چې ورسره به د ازادو شویو بندیانو شمېر یو لکو ته ورسېږي.

د ایران د قضائیه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي پرون دولتي ټلوېزیون ته وویل چې بندیان به د اپرېل تر ۱۹مې په موقته توګه خوشې شي.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور پرون په یوه خبري کنفرانس کې د تازه مړو شویو شمېر اعلان کړ.

هغه زیاته کړه: "متأسفانه، موږ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۳ نور کسان هم په روغتونونو کې له لاسه ورکړل."

ایران په نړۍ کې د کرونا ویروس له لاسه په ۱۰ ډېرو ځپل شویو هېوادونو کې دی.

د (کوویډ-۱۹) یا کرونا ویروس له لاسه د مړو شویو ۲۶۴۰ کسانو په لحاظ ایران په څلورم مقام او په ویروس د اخته څه باندې ۳۸ زرو له پلوه ایران په ټوله نړۍ کې په اووم مقام ولاړ دی.

شنونکي وايي په ایران کې په دې ویروس د اخته او د مړو شمېر تر دې ډېر لوړ دی ځکه چارواکي حقایق پټوي.