له کرونا اغېزمنو سره د مرستې لپاره د ځینو مخکښو ورزشکارانو تابیا

ارشیف، یو شمېر افغان بې‌وزله کسان

د افغانستان یو شمېر مخکښو ورزشکارانو د کرونا ویروس له امله د اغېزمنو شویو خلکو سره د مرستو لپاره تابیا ښودلې ده.

له دې ډلې د افغانستان د کرکټ د ملي تیم لوبغاړو راشد خان، افتاب علم او نجیب‌الله ځدراڼ په خپلو فېس‌بوک پاڼو لیکلي چې تر خپلې وسې به له اړمنو افغانانو سره مرستې کوي.

راشد خان په خپله ټویټر پاڼه په یوه جلا پیغام کې ویلي چې د شاهد افریدي له خیریه بنسټ سره هم مرسته کوي او له خلکو غواړي چې کورونو کې پاتې شي.

راشد خان زیاته کړې: "لکه څنګه چې هر یو پوهېږو کرونا ډېر په خپرېدو دی. یوازنۍ لار چې له کرونا په امن پاتې شو دا دی چې خوندي پاتې شو، کور کې پاتې شو له عامه ځایونو ځانونه ګوښه کړو. همدایې یوازنۍ لار ده چې له دې ویروس ځانونه خوندي کړو."

اخوا د رزمي لوبو اتلانو عبدالسمیع فیضي، احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز هم اعلان کړی چې له اړمنو خلکو سره‌یې د یو شمېر خوراکي توکو مرسته کړې او دا لړۍ به همداسې جاري ساتي.