په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر له ۳۳ زرو واوښت

ارشیف، په کرونا ویروس مړ شوی کس.

کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې په چټکۍ په خپرېدو دی.

د کرونا ویروس یا (کوویډ–۱۹) ناروغۍ له امله په ټوله نړۍ کې د وژل شویو خلکو شمېر له ۳۳ زرو اوښتی چې دوه پر درېیمه برخه‌یې په اروپا کې دي.

په اروپا کې چې تر ټولو زیاته قرباني یې ورکړې د اسپانیا، ایټالیا او فرانسې وضعه ښه نه‌ده.

اسپانیا چې تر ايټالیا وروسته په‌کې ډېر خلک مړه شوي پرون یکشنبه د ۸۴۰ تازه مړو خبره اعلان کړه.

د اسپانیا یوه سیمه د قرنطین پر مهال.

دا په اسپانیا کې د یوې ورځې تر ټولو زیاته مړینه ده.

په دې سره په اسپانیا کې د کرونا له لاسه د مړو شویو خلکو شمېر له ۶۶۰۰ اوښتی.

د اسپانیا د روغتیا وزارت ویلي چې هلته نږدې ۷۹ زره کسان اوس په کرونا ویروس اخته شوي.

د اسپانیا صدراعظم پدرو سانچر په یوه ټلوېزیوني بیانیه کې راتلونکي ته د هیله‌مندۍ او د اوسنۍ سختې وضعې سره د مبارزې لپاره خپل خلک وهڅول.

د هیپانسې صدراعظم پیډرو سانچیر

هغه زیاته کړه: "دا ډېرې سختې ورځې دي. غمجنې ورځې، ډېرې ترخې، خو برخلیک ټاکونکې ورځې. ځکه موږ ازمايي او وزنوي مو. موږ به په راتلونکي کې د دغو سختو ورځو یاد کوو چې څنګه موږ په ګډه مقاومت وکړ او اسپانیا بریالۍ ووتله."

د اسپانیې چارواکو ویلي چې پوځیان به د مړو د انتقال لپاره مؤظف شي.

اسپانیا په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته خلکو په حساب تر امریکا، ایټالیا او چین وروسته څلورم او د مړو شویو خلکو له پلوه تر ایټالیا وروسته په ځای کې ده.

اخوا د اسپانیا ګاونډ ایټالیا بیا په ګرده نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ډېر زیاته ځپل شوې او څه باندې ۱۰ زره خلک‌یې مړه شوي.

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون وايي چې په ټوله نړۍ کې څه باندې اووه لکه کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې د مړو شمېر ۳۳ نیم زره کسانو ته رسېږي.

امریکا تر نورو وروسته د کرونا ویروس د تشخیص بهیر پیل کړ، خو بیا هم هلته یو لک او ۳۸ زره کسان دې ویروس نیولي چې له ډلې یې نږدې دوه نیم زره تنه مړه شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نیویارک د سیمه‌ییزو سیاستوالو له فشارونو سره سره د نیویارک ایالت د قرنطین کولو له پرېکړې تېر شوی.

ټرمپ شنبه په یوه ټویټ کې وویل چې د قرنطین پر ځای نیویارک، نیو جرسي او کنکټیکټ ته د روغتیاپالانو د استولو امر ورکوي.

په دغو سیمو کې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي.

امریکا د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره دوه تریلیون یا دوه زره میلیارده ډالریزه مالي بسته اجرا کړې.

دې خوا په اسیا کې بیا له هغې ډلې ایران د کرونا ویروس له لاسه په امان نه‌دی پاتې.

په ایران کې څه باندې ۳۸ زره خلک په دې ویروس اخته شوي او د مړو شویو شمېر ۲۶۴۰ ته رسېدلی دی.

ایران کې پر کرونا ویروس اخته کس

خو له دې ټولو سره سره د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو چارواکو د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سخت تدابیر وضع کړي دي. د اروپا په اکثرو هېوادونو کې قرنطین وضع شوی.

په ټوله نړۍ کې یو نیم لک کسان بېرته له دې ویروسه ښه شوي او له روغتونونو وتلي دي.

د چین په ووهان ښار کې چې د دې ویروس د خپرېدو اصلي منشا ده وضعیت او ژوند بېرته په ښه کېدو دی.

په چین کې د چارواکو په خبره شنبه‌یې یوازې ۵۴ تازه قضیې ثبت کړي هغه هم د هغو کسانو وې چې له بهره ورغلي.

خو شنونکي وايي چې د چین او ایران په څېر هېوادونه حقایق پټوي او ښايي هلته په ویروس د اخته خلکو او د مړو شمېر تر اعلان شویو شمېرو ډېر وي.