ډونالډ ټرمپ: نیویارک به نه قرنطین کېږي

ډونالډ ټرمپ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستوالو د فشارونو په نتیجه کې پرون د مارچ په ۲۸مه پرېکړه وکړه چې نیویارک به نه قرنطین کېږي.

ښاغلي ټرمپ ویلي چې دا پرېکړه د کرونا ویروس پرضد د مبارزې د ځانګړې کمیټې د سپارښتنې په نتیجه کې شوې ده.

متحدایالات په نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو تر ټولو لوړه شمېره لري.

په متحدایالاتو کې تر نن- یکشنبې پورې له ۱۲۴ زرو زیات خلک په کرونا ویروس اخته شوي دي.

ټرمپ مخکې ویلي و، چې ښايي نیویاک قرنطین شي خو هغه پرون پر ټویټر په یو پیغام کې ولیکل چې د قرنطین پرځای به د ناروغیو د وقایې او کنټرول د ادارو له خوا خلکو ته په نیویارک، نیوجرسي او کونیتیکت ایالتونو کې د مسافرت په اړه خبرداری ورکړل شي.

په همدې حال کې د نیویارک او نیوجرسي والیانو ویلي چې دا اقدام به د خلکو د وېرې او د ونډو په بازارونو کې د نور زیان باعث شي.