په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر له ۳۰ زرو لوړ شو

په نړۍ کې په کویډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۶۷۰ زرو واوښت.

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله د مړو شمېر نن له ۳۰ زرو لوړ شو.

اسپانیا چې د دې ویروس د خپرېدو له کبله د سختو ځپل شویو هېواد له ډلې دی وویل نن ۸۳۸ کسان مړه شوي دي چې تر دې دمه په یوه ورځ په دې ناروغۍ د مړو تر ټولو لوړه شمېره ده.

له دې سره په اسپانیا کې په دې ناروغۍ د مړو شمېره له شپږنیم زرو واوښته.

خو تر اسپانیا د ایټالیا تلفات چې له لس زرو اوښتي، زیات دي.

د امریکا د جانز هاپکنیز پوهنتون د احصاییو له مخې نن په نړۍ کې په کویډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۶۷۰ زرو واوښت.