ایران د افغانانو پرمخ خپل سرحد وتاړه

اسلام کلا سرحد- ارشیف

ایران د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره خپل سرحد د افغانانو پرمخ بند کړی دی.

د هرات د راستنېدونکو کډوالو د ادارې رییس جاوېد نادم آزادۍ راډیو ته وویل چې دا بندیز له نن څخه عملي کېږي.

هغه زیاته کړه: "سرحد د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا بند شوی، خو د راتګ لاره د ټولو هېوادوالو پرمخ پرانیستې ده، هېواد ته په قانوني ډول د افغان کډوالو راستنېدل دوام لري."

په همدې حال کې د اسلام کلا بندر په کمیسارۍ کې یوې سرچینې آزادۍ راډیو ته وویل، ایراني چارواکو د اسلام کلا سرحد له پرون سهار راهیسې د افغانانو پرمخ بند کړی دی.