ننګرهار کې د کرونا ویروس د تشخیص مرکز پرانېستل شو

ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وایي، له دې وروسته ننګرهاریان اړ نه دي چې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره مرکز کابل او یا نورو ځایونو ته ولاړ شي، بلکې خپله په ننګرهار کې یې تشخص کېدلی شي.

ښاغلي فیروز دا څرګندونې نن یکشنبه د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې د کرونا ویروس د تشخیص د یوه مرکز د پرانیستې پرمهال وکړې.

فیروز الدین فیروز ټینګار وکړ چې که خلک د روغتیا وزارت له لارښوونې سره سم عمل ونه کړي او د وقایې په برخه کې جدي نشي نو په خبره یې، د کرونا ویروس د خپروېدو او د مخنیوي کار به یې د هېڅ چا په وس پوره نه وي.

دی زیاتوي چې که څه هم چې د هرات په څېر د هېواد په ځينو نورو برخو کې د دغه ویروس د خپرېدو ګواښ جدي دی، خو په دې خاطر چې ټول خلک حق لري چې باید پام ورته وشي، په ننګرهار کې هم باید ورته تدابیر ونیږل شي.

هغه زیاتوي: "زمونږ سیاست دا دی چې ټول افغانان چې هر چېرته وي، حق لري او ټولو ته باید مساویانه حق لري، چېرته چې ډېر ضرورت وي هلته باید ډېره پاملرنه وشي، د هرات خلک چې اړتیا یې ډېره ده، هغوی ته باید دېر رسېدلي یوو، هغوی ته د تشخیص زمینه برابره شوې، مالي امکانات هم ډېر ورکړل شوي، خو نورو ته هم باید رسېدنه او پاملرنه وشي، په دې خاطر چې دا مرض نه سرحد پېژني او نه خلک، نو عادلانه رسېدنه باید ټولو ته وشي."

ننګرهار کې دغه مرکز هره ورځ د سلو هغو کسانو د تشخیص ظرفیت لري چې په خبره یې، د کرونا ویروس نښې ولري.

ښاغلي فیروز زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې د اړتیا پرمهال دغه ظرفیت دوه یا درې چنده لوړ او یو داسې تشخیصیه کمپلکس هم په ننګرهار کې پرانیزي چې په ننګرهار سربېره د ختیځ زون ناروغان هم د تشخیص لپاره دغه مرکز ته را انتقال شي.

دی وایي، د کرونا ویروس د مخنیوي او تشخیص د لارو چارو لپاره ننګرهار ته ۷ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي دی.

چارواکي وايي، تر دې مهاله په ننګرهار کې د کرونا ویروس په تړاو ۷ پېښې ثبت کړي چې ۶ یې منفي او یواځې یوه یې مثبته ده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ۱۱۳ مثبتې پېښې ورسره ثبت شوي چې وروستۍ هغه یې ۶ پېښې په هرات او یوه یې په سرپل کې ده، چې د دغې ساري ناروغۍ له امله ۳ تنو چې یوه یې ښځينه ده، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.